د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن په تهران کې د سیمهییزو امنیتي خبرو اترو پر مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پر نهګډون نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د یوه جنرال یا پوځي چارواکي شخصي ملکیت نه دی، بلکې د ټولو پاکستانیانو ګډ هېواد دی.
د اکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، فضلالرحمن دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې د دفاع وزیر او لومړي وزیر پر دې کړنې نیوکه کړې چې په تهران کې مهمې امنیتي خبرې روانې وې، خو هغوی په پاکستان کې پاتې وو.
فضلالرحمن د خواجه اصف په خطاب کې ویلي چې چارواکي باید خپل ملي عزت او وقار ته پام وکړي.
د هغه کنایوي څرګندونو د ملي شورا د ځینو غړو خندا هم راپارولې ده.
سرچينه: شرق نيوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

