د هېواد د سوداګریزو او بندري خدمتونو د پراختیا په موخه، د حیرتان بندر په درېیمه تمځای کې د ۱۲۰ ټنه بار پورته کولو وړتیا لرونکی کرېن پرانیستل او د اماراتي شرکتونو لوی ریاست له لوري یوه اماراتي شرکت ته وسپارل شو.
د اماراتي شرکتونو لوی ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه کرېن د پرانیستلو په مراسمو کې د یاد شرکت د مالي او اداري چارو مشر ملا عبدالودود قانع او د اړوندو برخو مسؤلینو ګډون کړی و.
د یاد کرېن د فعالېدو موخه د بندري خدمتونو د بنسټیزو اسانتیاوو پراختیا، د سوداګریزو چارو چټکتیا او د درنو بارونو د پورته کولو او لېږد بهیر اسانه کول دي.
د ۱۲۰ ټنه بار پورته کولو وړتیا لرونکي دغه کرېن فعالېدل د حیرتان بندر د کاري وړتیا د لوړولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي، چې په مرسته به یې سوداګرو او هېوادوالو ته د بارونو د لېږد او سوداګریزو چارو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
حیرتان بندر د هېواد له مهمو سوداګریزو دروازو څخه دی او د دغه بندر د کاري او تخنیکي امکاناتو پراختیا د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په پیاوړتیا کې مهم ارزښت لري.
سرچینه : د امارتي شرکتونو لوی ریاست

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

