
د بامیانو کچالو د لومړي ځل لپاره ازبکستان ته صادر شول او لومړنۍ جوپه، چې اته باروړونکي موټر پکې شامل دي، د پنجشنبې په ورځ (۲۱ لړم) د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان د ترمذ ښار پر لور روانه شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، دا روند د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو په ګډه همکارۍ او د بامیان د ځايي چارواکو په ګډون پیل شوی دی. صادرات په بامیان کې د کچالو له بریالي ازمېښتي کر څخه وروسته ممکن شول.
د خونې رئیس سید کریم هاشمي او د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رئیس دوران وهابوف ازبکستان ته د بامیانو د ۱۰۰ زره ټنه کچالو پر صادراتو هوکړه کړې ده او د رسمي قرارداد د نهایي کولو کار روان دی.
دا ګام د بامیان د بزګرانو د محصولاتو لپاره د یوه نوي بازار پرانیستل ګڼل کېږي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنیزې سوداګرۍ د پراختیا نښه بلل کېږي.
سرچینه: Taneen TV —
#Afghanistan #Bamyan #Exports #Agriculture #SharqNews
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

