
د افغانستان برېښنا شرکت (ډابس)، د افغانستان ملي بانک او خصوصي شرکتونو په کابل کې د افغانستان د انرژۍ اوونۍ په ترڅ کې د برېښنا او زیربنایي پراختیا د ۱۰ پروژو قراردادونه لاسلیک کړل، چې ټول ارزښت یې شاوخوا ۱۰۵ میلیونه امریکايي ډالره دی.
د ډابس د اعلامیې له مخې، له دې پروژو څلور یې په پروان، بلخ، کندوز او هلمند کې د لمریزې برېښنا فابریکې دي چې ګډ ظرفیت یې ۱۰۰ میګاواټه دی.
پاتې شپږ پروژې په بلخ، سمنګان، کابل او غزني کې د برېښنا د لېږد کرښو پراخول، د سبسټېشنونو جوړول او د شبکې د ظرفیت لوړول دي.
تمه ده چې پروژې په شاوخوا ۲۰ میاشتو کې بشپړې شي او د پلي کېدو پر مهال نږدې ۷۰۰ کسانو ته مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي.
سرچینه: Taneen TV
#Afghanistan #Energy #SolarPower #Development #SharqNews
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

