Screenshot
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د کوچني اختر په درې ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورني او بهرني سیلانیانو د هېواد له تفریحي او طبیعي جاذبو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلین په خبره چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د هېواد په سیاحتي سکتور کې د ودې او پیاوړتیا څرګندونه کوي.
مسؤلینو زیاته کړې: «د امنیتي ادارو په پوره همکارۍ او هڅو، سیلانیانو په ټول هېواد کې په بشپړ ډاډ او آرامۍ سره سفرونه وکړل.»
دوی په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې، د عامه ځایونو د پاکوالي او د سیاحتي جاذبو د ساتنې لپاره له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو ویلي چې دا وزارت هڅې کوي چې د هېواد په کچه د ګرځندوی (سیاحت) سکتور پراخ او پیاوړی کړي او سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

