د کونړ نورګل ولسوالۍ مزار دره
هغه سیمه چې پوره کال وړاندې یوې خونړۍ زلزلې ولړزوله زرګونو خلکو ته يي د سر او مال زیان واړوو .
د خلکو د ژوند ډیرې اسانتیاوې لمنځه ولاړې میني ړنکې شوې او د خلکو ټوله هستي په څو دقیقو کې له خاورې سره خاورې شوه
که څه هم په پیل کې زلزله ځپلو ته په بیلابیلو برخو کې خدمات وړاندې شول خو لاهم د سرپناه په برخه کې دلته خلک د ګڼو ستونزو سره مخ دي.
زلزله ځپلې وايي ژمی نیږدی دی او دوۍ په بشپړه توګه سرپناه ته لاسرسۍ نلري.
په ورته مهال بیا د کونړ ولایتي ادارې مسولین وايي زلزله ځپلو سره يې له پیله تر اوسه په بیلابیلو برخو کې مرستې شوې چې له جملې يې د اساسي کورونو جوړېدل هم شامل دي
مسولین زیاتوي هڅه کوي د ژمي له رارسېدو وړاندې زلزله ځپلو کورنیو ته د سرپناه اسانتیاوې رامنځته کړي.
هېره دې نه وي چې د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د زلزله ځپلو کورنیو ترڅنګ، د څوکې ولسوالۍ د دیوه ګل درې زلزله ځپلې کورنۍ هم د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
راپور : پرویز مومند

