د کونړ د مرکز اسداباد په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د پولیو واکسین ملي کمپیان پیل شو.
دا کمپاین به د مرکز اسداباد په ګډون به په ټولو ولسوالیو کې ترسره شې.
مسولین وايي دا کمپاین به څلور ورځي دوام وکړي او تر پنځه کلنۍ ښکته ۲لکه او ۱۰ زره ماشومانو ته به د پولیو دوه څاڅکو واکسینو ترڅنګ د البنډازول ګولۍ هم ورکړل شې .
بل لورته په کونړ کې د واکسیناسیون اداري مسولینو هم د دي کمپاین د ښه ترسراوي په برخه کې ټینګار کوې او د کورنیو د مشرانو څخه غوښتنه کوې چې د واکسین په ښه تطبیق کې د رضاکارانو سره مرسته وکړې.
د یاده ولو وړ ده چې د واکسین کمپاین د پیل په ورځ د بیلابیلو رسینو خبریالانو ته د عامه پوهاوې یو ورځینۍ سیمینار هم ورکړل شو.
راپور : پرویز مومند

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

