کونړ – د هېواد په ختیځ کې د کونړ ولایت په یو شمېر سیمو کې بزګران شکایت کوي چې د دوی کرنیزې ځمکې کافي حاصل نه ورکوي، او د دې ستونزې اصلي لامل د کیمیاوي سرو او اصلاح شوو تخمونو نشتوالی بولي.
د چپي درې ولسوالۍ یو شمېر بزګران وايي، که څه هم د دوی کرنیزې ځمکې د کښت لپاره مناسبې دي، خو د اړتیا وړ حاصل ترې نه ترلاسه کوي. د دوی په وینا، د اصلاح شوو تخمونو نشتوالی او د کیمیاوي سرو کمښت د دې سبب شوی چې فصلونه یې یا کم حاصل ورکړي او یا د پخېدو مخکې له منځه ولاړ شي.
یو بزګر، سید اسماعیل، وايي:




“زمونږ سیمه غرنۍ ده او د خلکو کرنیزې ځمکې ډېرې محدودې دي. مونږ لا هم عادي تخمونه کاروو، ځکه اصلاح شوي تخمونه نه لرو. ډېری وخت فصلونه مو د حاصل تر مرحلې مخکې له منځه ځي.”
همداراز، بزګران شکایت کوي چې د نباتي ناروغیو له امله هم ډېر زیان ویني. د چپي درې ولسوالۍ یو بل بزګر، نقیب الله، وايي:
“ډېری وخت زمونږ فصلونه د بېلابېلو ناروغیو له امله له منځه ځي. موږ له مسؤلینو غوښتنه کوو چې د ناروغیو ضد درمل او لازمې اسانتیاوې راته برابرې کړي.”
بلخوا، د کونړ د کرنې ریاست مسؤلین د بزګرانو ستونزې مني او وايي چې د حل لپاره یې له یو شمېر مرستندویه ادارو سره خبرې کړې دي. د یاد ریاست په وینا، په ولسوالیو کې د دوی استازي ګمارل شوي تر څو د بزګرانو ستونزې له نږدې وڅېړي او د حل لارې ورته ولټوي.
کونړ هغه ولایت دی چې ډېری برخه یې غرونو نیولې، او کرنیزې ځمکې یې محدودې دي. له همدې امله، د بزګرانو لپاره د عصري کرنې اسانتیاوې او ملاتړ ډېر مهم بلل کېږي.
