د کابل ښاروالۍ ویاند مولوي فضلالرحمن رحماني وايي، چې اوس مهال د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څلورو موټروې هوایي پلونو د جوړولو چارې روانې دي او د دوو نورو پلونو د طرحو چارې هم بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د دغو پلونو جوړول به د ښار په مهمو لارو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو، د تګ راتګ په اسانتیا او د ښاري ترانسپورټ په تنظیم کې مهم رول ولوبوي.
کابل ښاریان د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو او د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د دا ډول پراختیايي پروژو هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د ښار د نفوسو او موټرو د زیاتوالي له امله د سړکونو او ترانسپورټي زیربناوو پراختیا ته جدي اړتیا ده.
شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

