
په کونړ کې د بېلابېلو مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو د پلور کار ورځ تر بلې په غوړېدو دی. په دې ولایت کې ډېرو خلکو په خپل شخصي لګښت سلګونه قوریې جوړې کړې دي او ډول ډول نیالګي پکې روزل کېږي؛ روح الله هغه کس دی چې د ډول ډول نیالګیو لویه قوریه یې جوړه کړې ده او د نیالګیو دغه کاروبار له تېرو لسو کلونو راهیسې کوي. د دې نیالګیو اخیستونکي په ټول کونړ کې زیات دي او نیالګي په کونړ سربېره د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي.
بزګران خوښ دي چې په کور دننه یې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده. په راپور کې له حکومتي مسوولینو هم غوښتنه شوې چې د کیمیاوي سرو او نورو اړتیاوو په برخه کې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
سرچینه: Sharq News Global (خپل راپور)
#Kunar #Agriculture #Afghanistan #Saplings #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

