د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ په کابل کې د افغانستان د انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶ جوړه کړه چې له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو په کې ګډون وکړ. دغه دوهورځنۍ غونډه د نومبر په ۹مه او ۱۰مه په کابل او انلاین بڼه جوړه شوه او پانګوالو، مالي ادارو، د انرژۍ شرکتونو، پرمختیايي شریکانو، ځايي چارواکو او ښځینهوو سوداګریو په کې برخه واخیسته.
د «له انرژۍ خبرو څخه تر عمل پورې» تر سرلیک لاندې په دې غونډه کې پر کورني او نړیوال تمویل، د نوي کېدونکې انرژۍ پر پراختیا، د خصوصي سکټور پر ګډون او د ټولنې په مشرۍ د انرژۍ پر نوښتونو بحث وشو. د ښځو ترمنځ ځانګړې ناسته هم وشوه چې د انرژۍ، تمویل، مهارتونو او کار په برخو کې یې د ښځو لاسرسی وڅېړه.
د غونډې مهمه لاسته راوړنه د افغانستان نړیوال بانک (AIB) او ۷۷ ساختماني ګروپ ترمنځ په هرات کې د بادې برېښنا پروژې لپاره د تفاهم لیک لاسلیک و. دغه پروژه په لومړي پړاو کې ۴۰ مېګاواټه وړتیا لري او تر ۲۰۰ مېګاواټو پورې به پراخېږي.

سرچینه: UNDP
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

