د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد په کچه د ځانګړو اقتصادي زونونو د جوړولو عملي پلان تصویب کړ. د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې به دغه زونونه په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندوز ولایتونو کې جوړېږي.
د پلان له مخې به د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه د زونونو لپاره اړینه ځمکه په نښه کوي، سکټوري فعالیتونه او خدمتونه به وټاکي او د پانګونې د راجلبولو لپاره به شرایط برابر کړي.
د ځانګړو اقتصادي زونونو جوړول نوې پانګونې راجلبوي، د صادراتو او وارداتو ترمنځ نسبي انډول رامنځته کوي او په مناسب چاپېریال کې تولیدي فعالیتونه پراخوي، چې دا به د هېواد د اقتصادي پرمختګ نوي پړاو ته لاره هواره کړي.

سرچینه: Heart of Asia
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

