په هرات ښار کې د کورنيو تولیداتو د ودې، پېژندنې او بازارموندنې په موخه د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړ شو. په نندارتون کې د افغان سوداګرو تولیدات په ۹۵ غرفو او د ایراني سوداګرو تولیدات په پنځو غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.
د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ چې د کانونو، پروسیس کوونکو صنایعو او انرژۍ په برخو کې ګډه پانګونه وشي.
دغه ډول ګډ نندارتونونه کورني تولیدات نوي بازارونو ته ورپېژني او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ مستقیمې اړیکې او راکړې ورکړې ته لاره هواروي.

سرچینه: طلوعنیوز
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

