
په نورستان کې دوه پراختیایي پروژې وسپارل شوې
نورستان | Tuesday, November 17, 2026 | 26 Aqrab 1405
د «ډي آر سي» موسسې له خوا په کانتوا ولسوالۍ کې د ۴۵ زره ډالرو په لګښت دوه پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د کانتوا په مرکزي سیمه کې د ۲۰ متره اوږد او ۱۰ متره پلن د اوبو زېرمه او په کانتوا سفلي کې د ۲۵۰ متره اوږد د اوبولګولو کانال شامل دي، او د تطبیق پر مهال یې ۱۸۰ کسانو ته د څلورو میاشتو لپاره کار برابر شوی و.
سرچینه: Bakhtar News Agency
#Nuristan #Afghanistan #Development
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

