د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې اووه کسان د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي او یو شمېر چاودېدونکي توکي هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تخار ولایت کې دوه کسان د نغدو پیسو د غلا په تور نیول شوي دي.
همدارنګه په سمنګان ولایت کې هم دوه کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د وزارت په وینا، دغه عملیات د جنايي جرمونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د پاتې ولایتونو او د نیول شویو کسانو د جرمونو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي
سرچینه :کورنیو چارو وزارت

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

