
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټولنیز پلاتفورم Truth Social کې لیکلي چې ځینې خبري رسنۍ د دې راپور ورکولو څخه ډډه کوي چې د امریکا پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې څومره ښه فعالیت کړی دی.
ټرمپ وویل چې د ده په وینا «اسلامي جمهوریت په بشپړ ډول مات شوی او د یوې موافقې غوښتنه کوي»، خو هغه زیاته کړه چې هغه ډول تړون چې تهران غواړي، داسې تړون نه دی چې دی یې ومني.
Truth Social
