د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، له نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د پولیو (ګوزڼ) سرتاسري کمپاین پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت وایي دغه کمپاین به د ۲۰۲۶ ز کال د نومبر میاشتې له ۲مې تر ۵مې نېټې ترسره شي، چې موخه یې له پنځو کلونو د کم عمر لرونکي ۱۲.۸ میلیونه ماشومانو واکسینول دي.
د وزارت په وینا په سوېلي زون کې به کمپاین د نومبر له ۳مې تر ۶مې او په لوګر ولایت کې د نومبر له ۹مې تر ۱۳مې نېټې ترسره شي.
د عامې روغتیا وزارت وایي په دې کمپاين کې به د پولیو واکسین ترڅنګ په سوېلي، سوېل ختیځ، لوېدیځ او ختیځ زونونو کې ماشومانو ته د کولمو د چینجیو ضد البندازول ټابلیټونه هم ورکړل شي.
مولوي نور جلال جلالي د کمپاین د پیل په مناسبت ویلي د عامې روغتیا وزارت له نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.
هغه له دیني عالمانو، قومي مخورو، والدینو او د ټولنې له بانفوذه وګړو وغوښتل، چې د واکسین ټیمونو ملاتړ وکړي.
پولیو يو نا اعلاج ویروسي ناروغۍ ده ، چې په کم عمره ماشومانو کې د فلج سبب ګرځي او ډاګټران د دغې ناروغۍ څخه د ژغورنۍ یواځنۍ لا په هر ځل کمپاین کې له پنځو کلنو کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین یادوي.
سرچینه : روغتیا وزارت

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

