د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد مدیریت منسوبینو د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۸۰ میله بېلابېلې وسلې او پوځي تجهیزات نیولي دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه وسلې او پوځي تجهیزات د یاد مدیریت د کارکوونکو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د نیول شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو ډولونه بېلابېل دي، خو د ټولو نیول شویو توکو په اړه یې بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ وايي، د ترهګرۍ ضد مدیریت کارکوونکي د وسلو او پوځي تجهیزاتو د راټولولو او د امنیتي وضعیت د ښهوالي په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي
سرچینه: شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

