د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، تمه ده چې په هرات ولایت کې به له ټاپي پروژې څخه د ۲۲ کیلومتره په اوږدوالي او ۲۰ اینچه قطر لرونکې یوې فرعي نللیکې د غځولو چارې ژر پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دغه نللیکه به په ورځ کې د ۸.۸ میلیونه او په کال کې د ۳.۲ میلیارده متر مکعب ګازو د وېش او تنظیم ظرفیت ولري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې ۱۴۵ کیلومتره مسیر هوار او چمتو شوی او ۱۲۰ کیلومتره نللیکه پکې غځول شوې ده.
دغه راز، د څارنې په موخه ۱۲۸ کیلومتره سړک جوړ شوی، د نللیکې د خښولو لپاره ۸۷ کیلومتره جر کیندل شوی او ۵۱ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز ویلي، د یادې پروژې لومړي کمپ ته د ۱۰۶ کیلومتره نللیکې د انتقال چارې بشپړې شوې دي.
همداراز، د ترکمن ګاز په مرسته په هرات ولایت کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې پیل شوې او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې یې ساحوي کارونه هم پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هرات والي ویلي وو، چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د ټاپي پروژې ګاز تر هرات ښار پورې ورسېږي.
سرچینه : حریت

