په نورستان کې سیمه ییز چارواکي وایي پدې ولایت کې له نږدې ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه .
د مسوولینو په وینا دا مرستې د سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه برابرې شوې دي.
دوۍ وایي دا مرسته د دریو مرستندویه موسسو له لوري سېلاب ځپلو کورنیو سره وشوه .
بل لور ته، مرسته ترلاسه کوونکي د ولایتي ادارې او مرستندویو موسسو له هڅو مننه کوي او وایي چې دغه مرستې به د دوې د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې تر ډېره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د نورستان مرستیال والي له مرستندویو ادارو او موسسو وغوښتل چې خپلې مرستې لا پراخې او چټکې کړي، ترڅو د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده چې د پارون ښار وروستیو سېلابونو سلګونو کورنیو ته مرګ ژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي او زیانمنې کورنۍ لا هم بېړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
راپور : نصیر احمد

