د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کاريز کبير،سر پشته،ميران او ترخو اوبو او د خوږیاڼ، ولسوالۍ په نوکړخیلو او حیدرخیلو سيمو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف د ۳۱.۷ميلیونو افغانيو په مالي لګښت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له لوړې د څښاک د پاکو اوبو شپږو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
مسولين وايي دغه پروژې په بشپړیدو سره د يادو سیمو څه د پاسه اته سوه کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو برخمنې شوې.
د پروژو بشپړونکي شرکت مسوولين وايي د دغه پروژو چارې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د معيار سره سمې بشپړې کړې او ولس ته يې د کيفيت ډاډ ورکوي.
ولسي وکړي د څښاک د پاکو اوبو د بشپړو شويو پروژو له امله خوښي څرګندوي او زياتوي چې له دې وړاندې په بيلابيلو ناروغيو اخته کيدل او له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول.
ولسي وګړي له مسوولين ددوي په سيمو کې د نورو رغنيزو پروژو د پلې کيدو غوښتنه هم کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د حاکمیت و وروسته ياد رياست د دغه ولايت په بيلابيلو هغه سيمو کې ورته رغنيزه پروژې پلي کړې ،کومې چې د ناامنيو او بيلابيلو لاملونو له کبله له رغنيزې برخې بې برخې پاتې شوې وي.
راپور : سباوون ساحل

