د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې پر ۱۹ زره او ۲۲۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي، چې د کرنې ریاست د اټکل له مخې به سږ کال ترې ۱۸۱ زره مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال پر ۱۵ زره او ۹۸۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي وو، چې ۱۵۰ زره او ۷۷۸ اعشاریه ۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و د تېر کال په پرتله سږ کال د ګنیو په تولید کې شاوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی اټکل شوی دی.
د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد وايي، ګني د دغه ولایت په بهسودو، کامې، کوز کونړ، سره رود، ګوشتې، بټي کوټ، لعلپورې، شینوارو او مومندرې ولسوالیو کې کرل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د ګنیو د کرکېلې پراختیا او د حاصلاتو د ښه والي په موخه یې ۹ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته اړینې روزنې هم ورکړې دي.
د یادونې وړ ده، چې ګني د ننګرهار له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي او د دې بوټي د تولید زیاتوالی د بزګرانو د عوایدو او د کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

