ننګرهار کې د سیمه یزو مسولینو ، ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان د استازو په شتون سره د پولیو کمپاین پرانسته وشوه
.د ننګرهار د عامې روغتیا رييس وايي دغه کمپاین چې ټاکل شوې سبا دوشنبه پیل شي ، څلور ورځي به دوام وکړي.
د دغه کمپاين په ترڅ کې د پولیو د ښځينه او نارینه رضکارانو پرمټ په ټوله ختیځه سیمه کې څوارلس سوه شپیته زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین او د چنجیو ضد ګولۍ تطبیق شي.
ځایي خلک بیا دغه واکسین د ماشومانو د روغتیا او فلج څخه د ژوغورنې په پار خورا مهم ګڼي او پرمیندو او پلرونو يې خپلو ماشومانو ته د تطبیق ټينګار کوي.
پولیو يو نا اعلاج ویروسي ناروغۍ ده ، چې په کم عمره ماشومانو کې د فلج سبب ګرځي او ډاګټران د دغې ناروغۍ څخه د ژغورنۍ یواځنۍ لار په هر ځل کمپاین کې له پنځو کلنو کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین یادوي.
بلخوا ننګرهار کې د عامې روغتیا ریاست ترچتر لاندې ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په مالي مرسته خبریالانو او د حکومتي ادارو ویاندویانو ته د پولیو په اړه يو يورځنۍ ورکشاپ هم ورکړل شو.
راپور : سباوون ساحل


