په ننګرهار ولایت کې د صنعت اونۍ تر نامه لاندې د کورنیو تولیداتو او کرنیزه محصولاتو درې ورځنۍ نندارتون پرانستل شو.
مسوولین وايي دغه نندارتون کې په اتیا غرفو کې بیلابیل ډول تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي ،چې موخه يې کورنیو تولیداتو ته د بازار پیدا کول دي.
د دغه نندارتون ګډونوال او د تولیدونکو کارخونو مسوولین بیا په پراخه ځایونو کې د دغه ډول نندارتونونو د جوړیدو غوښتنه کوي او د بازار موندنې برخه کې خورا مهم بولي او په دوام يې ټينګار کوي.
ننداره کوونکي او دلته د يو شمیر غرفو څښتنان بیا د افغاني تولیداتو نندارې ته اېښودل ګټور ګام یادوي او له خلکو غواړي چې د بهرنیو تولیداتو پر ځای دي افغاني توکي وپیري.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي د داسې يو ځای په لټه کې دي ، ترڅو يې د نندارتونونو لپاره ځانګړې او جوړ کړي .
دوي زیاتوي چې د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه په ځينو سیمو کې ځايونه هم ځانګړې شوې ، چې ډير ژر به په تولیدونکو وويشل شي.
راپور : سباوون ساحل

