کابل کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند د زیتونو تېل، اچار او نور تولیدات په ملي او نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول، چې د لیدونکو او سوداګرو له لوري یې ښه بازار موندنه وشوه
د نندارتون په جریان کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال ګډونوالو ته د یادو تولیداتو د کیفیت، تولیدي معیارونو او اقتصادي ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.
په دغه نندارتون کې د هېواد دننه او د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د ۳۷۰ غرفو له لارې بېلابېل کرنیز، صنعتي او سوداګریز تولیدات د اوو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.
مسوولین وایي چې د داسې نندارتونونو موخه د کورني تولیداتو ملاتړ، د ملي اقتصاد پیاوړتیا او د صادراتي بازارونو پراخول دي.
راپور : مسعود عربزی

