د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤلین وایي، چې دغه ولایت د سیخ ګول، ټیرن او انګلارن د تولید په برخه کې تر ډېره پر ځان بسیا شوی او اوسمهال په دې برخه کې ۱۴ تولیدي کارخونې فعالیت کوي.
د ننګرهار د صنعتي پارکونو امر له شرق تلویزیون سره په خبرو کې وايي چې اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او له پانګوالو غواړي چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.
د ننګرهار صنعتي پارک کې یو شمېر پانګوال وایي، چې د سیخ ګول، ټیرن او انګلارن د تولید په برخه کې یې میلیونونه ډالره پانګونه کړې ده.
د دوی په خبره، د تولیداتو بازار یې ښه دی او هره ورځ سلګونه کسان په دغو کارخونو کې پر کار بوخت دي.
بلخوا په دې کارخونو کې پر کار بوخت کارګران هم خوښ دي، چې د کار زمینه ورته برابره شوې او د خپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه ګټي.
دوی له نورو پانګوالو هم غواړي چې په هېواد کې ورته تولیدي کارخونې جوړې کړي، څو د بېکارۍ کچه راکمه او خلکو ته د کار نور فرصتونه برابر شي.
د اقتصادي چارو د پوهانو په باور، په هېواد کې د کورنیو تولیداتو پراختیا او د صنعتي کارخونو فعالیت نه یوازې د خلکو لپاره د کار زمینه برابروي، بلکې د وارداتو په کمولو او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې هم مهم رول لري.
راپور : سباوون ساحل

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

