د بهرنیو چارو وزارت مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید ترسره کولو لپاره د هڅې په اړه د خپاره شویو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام، چې د دغو سپېڅلو اماکنو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، یو نه بښونکی جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
بلخي زیاته کړې، چې حرمین شریفین د اسلامي امت ګډ سپېڅلي او د درناوي وړ مقدسات دي او د دغو مقدساتو امنیت، حرمت او تقدس باید د هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وساتل شي.
سرچینه: بهرنیو چارو وزارت

