د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۲۲ زره او ۵۴ راستنو او بېځایه شویو کورنیو سره مرستې شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۳ میلیارده او ۳۵۴ میلیونه او ۱۴ زره افغانۍ ښودل شوی، چې پکې نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې شاملې دي.
وزارت زیاته کړې، چې له کورنیو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ د بشردوستانه پروګرامونو پراخولو ته ژمن دی، څو په هېواد کې د کډوالو او بېځایه شویو کسانو بنسټیزې اړتیاوې په ښه توګه پوره شي.

