په لغمان ولایت کې امنیتي ځواکونو درې کسان د ناقانونه وسلو د ساتلو، نښتو، هوايي ډزو او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیولي دي.
د لغمان ولایت د علینګ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ځواکونو د کشفي عملیاتو پر مهال یو کس د ناقانونه وسلو د ګرځولو او ساتلو په تړاو نیولی دی.
همدارنګه دوه نور کسان د شخړو، هوايي ډزو او د نظم د ګډوډولو په تړاو نیول شوي دي.
امنیتي مسوولین وايي، د نیول شویو کسانو په اړه به قانوني کړنې ترسره شي.
مسعود عربزی

