د تېر حکومت نیول شوي امنیه قوماندان الله دادا فدايي د اعتراف ویډيو کې ویلي چې د شر او فساد یوې نوې ډلې مشر سمیع سادات سره چې له امریکا او پاکستان څخه انلاین فعالیت لري، همکار وم او هغه ماته وسلې او تجهیزات اخیستي دي.
نوموړي دا هم ویلي چې سميع سادات د پاکستان په مستقيم ملاتړ فعاليتونه ترسره کوي.
الله داد په افغان ځوانانو غږ کړی چې د جبهو، شر او فساد ډلو په درواغجنو وعدو تېر نه وځي، ځکه د جبهو مشران بهر کې عیاش ژوند لري او دلته پردي زامن د اسلامي نظام پر ضد بغاوت ته هڅوي.
شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

