ممبۍ | جمعه، ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ ٭ ۲۹ عقرب ۱۴۰۵

د بالیووډ ستوری شاه رخ خان هم د خپل پخواني فلمي ملګري شرد کپور مرستې ته راوړاندې شوی دی، چې له روغتیايي او مالي ستونزو سره مخ دی.
کپور په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د هغه د کار غوښتنې ویډیو له خپرېدو وروسته شاه رخ خان په شخصي توګه ورته زنګ وواهه او ورته یې وویل: «هر څه چې دې زړه غواړي او خوښه دې وي، کوه یې؛ زه ستا مرستې ته چمتو یم.» کپور زیاته کړې چې ژر به د شاه رخ خان له زوی آریان خان سره هم وګوري.
کپور د ۲۰۰۰ کال په مشهور فلم «جوش» کې د شاه رخ خان د کرکټر سیال، پرکاش، رول لوبولی و. تر دې وړاندې سلمان خان، سونو سود، جاوید اختر، امیتاب بچن، سنجې دت او نورو ستورو هم له کپور سره اړیکه نیولې او د مرستې ډاډ یې ورکړی دی؛ سونو سود د کپور د پښې ټپ لپاره ډاکټران هم برابر کړي دي.
کپور، چې نږدې دوه کاله په بستر کې و او له ډیپرېشن سره مخ دی، له فلمي صنعت څخه د کار غوښتنه کړې او راپورونه وايي چې هغه غواړي په نږدې راتلونکي کې بېرته کار ته ستون شي.
انځور: شاه رخ خان او (په دایره کې) شرد کپور — Glam Vani
سرچینه: فلمفیر (Filmfare)
https://www.filmfare.com/news/bollywood/shah-rukh-khan-calls-josh-co-star-sharad-kapoor-after-viral-work-appeal-offers-to-help-87276.amp
#ShahRukhKhan #SharadKapoor #Bollywood #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

