د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخ نورالحق انور، وایي چې د خلکو د اداري ستونزو د کمولو په موخه د دولتي ادارو د خدمتونو بهیر له ارزونې وروسته د ګڼو پروسو د ساده کولو چارې ترسره شوې دي.
نوموړي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ۹۲۸ ساده شویو اداري پروسو د معرفي کولو پر مهال وویل، هغه اداري برخې چې د خلکو د چارو د ترسره کېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي، په نښه او د حل لپاره یې لازم اقدامات کېږي.
انور ويلي، د اداري پروسو په سادهکولو سره په بېلابېلو دولتي ادارو کې د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې او هڅه کېږي چې دولتي خدمتونه په چټکه او اسانه توګه وړاندې شي.
د شيخ نورالحق انور په وینا، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ګڼو دولتي ادارو اداري پروسې ساده شوې دي هغه چارې چې مخکې یې بشپړېدل میاشتو ته اړتیا لرله، اوس یې د ترسره کېدو موده څو محدودو ورځو ته راکمه شوې ده.
د چارو ادارې عمومي رییس زیاته کړې، د یو شمېر نورو ادارو د اداري پروسو د ساده کولو لپاره هم نوي اقدامات روان دي او په دې برخه کې له تجربه لرونکو متخصصینو او وړ کدرونو څخه ګټه اخیستل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې د اداري پروسو سادهکول د خلکو د چارو د اسانتیا، د خدمتونو د چټکتیا او د اداري فساد د مخنیوي لپاره مهم ګام دی.
سرچینه : حریت راډيو

