د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې د قوشتیپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي او ډېر ژر به د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
د یاد شرکت ویاند نبيالله ارغندیوال ویلي چې د کانال د سربندونو چارې هم تر ۹۰ سلنې زیاتې پر مخ تللې دي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
د هغه په وینا، د دې پروژې په اوږدو کې د ۲۵ پلونو جوړول او د اوبو مهارولو اړوند تاسیساتو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر پای ته ورسېږي.
د قوشتیپې کانال د دویم فاز اوږدوالی ۱۷۷ کیلومتره ښودل شوی، چې د هېواد له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي.
کارپوهان وایي، د دې سترې پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو سرچینې زیاتې شي، کرنه به وده وکړي او په بېلابېلو سیمو کې به د کار زمینه هم برابره شي

