کابل | جمعه، ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ ٭ ۲۹ عقرب ۱۴۰۵

یوه څېړنه وایي په نړۍ کې د شته ټولو ځیرکو ټلیفونونو په پرتله د یو انسان دماغ زیات برېښنایي سیګنالونه خپروي.
د انسان مغز 86 میلیارده نیورونونه لري چې ټول یې فعالیت کوي. اوس که د نړۍ پر مخ د ټولو موجودو میلیاردونو موبایلونو هغه برېښنایي سیګنالونه راجمع کړل شي چې د ویډیوګانو، پیغامونو، اپونو او نورو هر شي لپاره کارول کېږي، نو دا به د انسان د دماغو په اندازه برېښنایي سیګنالونه تولید نه شي کړای.
د انسان دماغ په خاموشۍ سره تخلیقیت، خوبونه، احساسات، یادونه، حرکتونه او شعورونه اداره کوي چې هر نیورون یې په میلیونونو برېښنایي سیګنالونه تولیدوي.
د پب میډ (PubMed) د علمي سرچینې له مخې، د انسان مغز شاوخوا 86 میلیارده نیورونونه لري چې یو له بل سره د برېښنایي او کیمیاوي سیګنالونو په ترکیب خبرې کوي.
الله اکبر — چې رب متعال انسان په دومره لوی نعمت نازولی، نو باید سالمه ګټه هم ترې واخیستل شي.
سرچینه: پب میډ (PubMed)
https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/30252303/
#Brain #Science #Discovery #Neuroscience #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

