د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اووهګونو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره فرانسې ته رسېدلی دی.
روبیو ویلي، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د حسابورکونې پر پیاوړتیا او د مصنوعي ځیرکتیا د داسې پرمختللو بڼو د راتلونکي پر خوندي کولو خبرې وکړي، چې له انساني وړتیاوو هم لوړې وي.
هغه زیاته کړې، د نوښت او پرمختللو ټکنالوژیو پر بنسټ د یوې نوې اجنډا پر پرمختګ به هم تمرکز وکړي.
شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

