د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د برتانیې د ځانګړي استازي مرستیال ايډ هډلي او سیاسي مدیرجیمز بیلمونټي سره لیدلي دي .
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي پدې ناسته کې هډلي وویل هغه څه چې عملاً په افغانستان کې ویني، له هغو منفي اوازو ډېر توپیر لري چې دوۍ په لندن کې اورېدلې.
نوموړي وویل، هیواد یې درې میلیارده افغانۍ په راتلونکو درې کلونو کې له افغانستان سره بشري مرستو ته ځانګړې کړې. نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بشري مرستو د دهلیز پر پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او دا یې اړمنو خلکو ته پر وخت د بشري مرستو د رسېدو لپاره ګټور ګام وباله.
ډاکتر ملا عبدالواسع دې ناسته کې د لندن د بشري مرستو مننه وکړه او وی ویل اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ښه تعامل غوښتونکی دی.
هغه وویل اسلامي امارت له بشري مرستندویه ادارو سره تل لازمه همکاري کوي، ترڅو مرستې په شفاف او عادلانه ډول پر وخت اړمنو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
وایي اسلامي امارت د افغانانو ستونزې درک کړي او امکاناتو ته په کتو یې د مسئولینو له لوري د حلولو لپاره دوامداره هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه د هیوادونو ترمنځ اړیکې او تعلقات په تګ راتګ لا پیاوړي کېږي حو په تېزه لهجه او دښمنۍ ستونزې نه حلېږي.
نوموړی زیاته کړې له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې ښې اړیکې او مثبت تعاملات غواړي.
راپور : مسعود عربزی

