اسرائيل وايي په تهران، تبریز او شیراز کې یې د ایران د حکومت پر زېربناوو “هممهاله” بریدونه کړي دي. بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې ېې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي. دا متقابل بریدونه داسې حال کې دوام لري چې د بریتانیا لومړی وزیر ویلي له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستل کېدو لپاره پر عملي پلان کار کوي.

