د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو له درېدو وروسته نن دوشنبه په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې د پام وړ راټیټې شوې. د برېنټ خامو تېلو بیه نږدې پنځه سلنه کمه شوې او د یوه بېرل بیه شاوخوا ۹۲ ډالرو ته رسېدلې ده، حال دا چې د وروستیو نښتو پر مهال له ۱۰۰ ډالرو هم اوښتې وه.
راپورونه وايي، امریکا د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له پراخولو ډډه کړې او ایران هم د خپلو انتقامي بریدونو د درولو خبر ورکړی. همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو خبرو د بیا پیل هڅې روانې دي، چې د تېلو بازارونه یې د یوه احتمالي اوربند په تمه کړي دي.
بلخوا، ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د ایران په جنوبي اوبو کې دوه بېړۍ له پېښو سره مخ شوې، خو دا راپورونه لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

