د افغانستان دفاع وزات وايي، د پاکستان پوځ ‘حمزه کمپ’ یې په نښه کړی، پاکستان پوځ وايي، ‘څو’ ډرونونه یې هدف ته له رسېدو مخکې غورځولي
افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د دوی ځواکونو د جمعې په ماښام د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې فیض اباد سیمه کې د پاکستان مهم پوځي تاسیسات ‘حمزه کمپ’ په نښه کړی. بل لور پاکستان کې امنیتي سرچینو ویلي، پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ ښار کې دوه ډرونونه ویشتل شوي او هیڅ زیان نه دی رسېدلی.
د افغانستان دفاع وزات وايي، د پاکستان پوځ ‘حمزه کمپ’ یې په نښه کړی، پاکستان پوځ وايي، ډرونونه یې هدف ته له رسېدو مخکې غورځولي

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای اېس پي ار) له لوري د مارچ پر ۱۳مه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه ”یو څو کوچني” ډرونونه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري پاکستان ته ورتوغول شوي وو، هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي.
د ای اېس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې ډرونونو پاتې شونو راغورځېدو له کبله په کوټه کې دوه ماشومان ټپیان شوي او په راولپنډۍ او کوهاټ کې یو-یو ملکي کس ټپیان شوي دي.
بل لورپه افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د دوی ځواکونو د جمعې په ماښام اسلام اباد ته نژدې فیض اباد سیمه کې د پاکستان مهم پوځي تاسیسات ‘حمزه (کمپ)’ په نښه کړی.
د افغانستان دفاع وزارت لخوا پر اېکس خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې، چې د قوماندې مرکز او هلته نور مهم تاسیسات د ډرون په کارولو سره په نښه شوي، چې د پام وړ زیان یې اړولی دی.
له دې مخکې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیسو د بي بي سي اردو څانګې خبریال شهزاد ملک ته وویل،د جمعې په ماښام د ښار په ۱-۹ سیکټر سیمه کې د ډرون غورځېدو له راپور ترلاسه کولووروسته سیمه محاصرهشوې.
په همدې حال کې د اسلاماباد نړیوال هوايي ډګر کې د څه وخت لپاره الوتنې هم وځنډول شوې. د ملکي هوايي چلند ادارې (سي اې اې) په وینا، د عملیاتي لاملونو له امله نن د څه وخت لپاره الوتنو کې یو څه بدلون راغلی و، خو اوس په هوايي ډګر کې ټولې الوتنې د معمول سره سم روانې دي.
بی بی سی پښتو
