کابل | یکشنبه، ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۴ عقرب ۱۴۰۵
د ریاستالوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره په ویډیويي کنفرانس کې خبرې وکړې؛ عبدالواسع وویل افغانستان د خپلو ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو، سیمې او ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او همکاري غواړي او د بریتانیا او دوستو هېوادونو له بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو له هڅو یې مننه وکړه. لېنډسي وویل بریتانیا د سیمې وضعیت له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره یې له دواړو لوریو سره مشورې کړې دي.
سرچینه: د شرق خپل سټوډیو راپور
#Afghanistan #Britain #Diplomacy #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

