لنډ خبرونه
کابل | یکشنبه، ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۴ عقرب ۱۴۰۵
د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ایران ته په رسمي سفر کې د هغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره وکتل؛ د ګډ اقتصادي کمیسیون بله غونډه، ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو صادرات، ګمرکونه، د افغان سوداګرو ستونزې او د قاچاق مخنیوی د خبرو موضوعات
وو او ایران د همکارۍ ډاډ ورکړ. په بدخشان کې د ارغنجخوا ولسوالۍ د سرو زرو په یوه کان کې واورې ښویېدنې دوه کارګران ووژل او شپږ یې ټپیان کړل او ټپیان په چورلکه کې فیضآباد ته ولېږدول شول؛ په هرات کې د اسلامقلعه په بندر کې ایران ته د ډالرو د قاچاق هڅه شنډه
شوه او یو کس ونیول شو.
سرچینه: شرق نیوز ګلوبل — خپل راپور
#Afghanistan #Iran #Badakhshan #Herat #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

