د امریکا پخواني ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې د تاوتریخوالي پر کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې پر ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.
خلیلزاد ویلي، د جګړې د پراخولو او د نښتو د زیاتولو پر ځای غوره ده چې افغانستان او پاکستان یوې هوکړې ته ورسېږي.
دغه امریکايي ډیپلومات زیاته کړې، د دې هوکړې له مخې باید دواړه هېوادونه ژمنه وکړي چې د هېڅ یوه هېواد خاوره به د یو بل پر ضد نه کارېږي.
هغه ټینګار کړی چې د داسې یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د بل ګام پورته کولو مسوولیت د پاکستان پر غاړه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې ویلي و، پاکستان لېوالتیا نه لري چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ تاوتریخوالی د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

