په کنړ ولایت کې د یوې اوونۍ په جریان کې د چيک پاينټونو پر مهال د ۱۱۵ عراده وسایطو تورې ښیښې سپینې شوې دي.
د معلوماتو له مخې له ګڼ شمېر وسایطو څخه لیزري څراغونه او اضافي انتنونه هم لرې شوي .
دغه اقدامات د ترافیکي نظم د ټینګښت، د قانون د پلي کېدو او د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه بلل شوي دي .
له ټولو موټرچلوونکو غوښتنه شوې چې د ترافیکي اصولو رعایت وکړي او له هغو وسایلو څخه ډډه وکړي چې د عامه نظم او امنیت د ګډوډۍ لامل ګرځي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

