ټآکل شوې سبا دوشنبه ، ننګرهار ، کونړ ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د پولیو څلور ورځنۍ کمپاین پیل شي چې دلته يې د ننګرهار د عامې روغتیا ، د کتلوي معافیت ، روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونیسف د استازو لخوا کوچنيو ماشومانو ته په دوه څاڅکو واکسین کولو سره پرانسته وشوه
د عامې روغتیا ریاست مسوولین د پولیو د مثبتو پېښو سرچینه په ټوله کې له پاکستانه په جبر راستانه شوي کډوال یادوي .
د مسوولینو د معلوماتو له مخې سږ کال په ختیځه سیمه کې د پولیو نهه پېښې ثبت شوي چې پنځه يې په ننګرهار ، دوه په کونړ او دوه نورستان کې دي.
د کتلوي معافیت مسوولین وايي د دغه کمپاین په ترڅ کې به په ټوله ختیځه سیمه کې څوارلس سوه زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
بلخوا بیا د ننګرهار د عامې روغتیا له لورې د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونیسف په مالي مرسته د خبریالانو او ویاندویانو ته د پولیو ویروس په اړه د عامه پوهاوي په جوړ شوې ورکشاپ کې د يونیسف د پولیو برخې مسوولینو د پولیو سره په روانه مبارزه کې د خبریالانو او رسنوالو رول مهم وباله .
پولیو يو نااعلاج ویروسي ناروغي ده چې په ماشومانو کې د فلج سبب ګرځي او ډاکټران د دغې ناروغۍ څخه د خلاصون یواځنۍ لار په هر ځلې کمپاین کې له پنځو کلنو کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین کول یادوي.
راپور : سباوون ساحل

