د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، اسلامي امارت به له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو څه باندې اتو میلیونو افغان کډوالو د ستونزو هواري، ملاتړ او مرستې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
حنفي دا څرګندونې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې او مل پلاوي سره په کتنه کې کړې دي.
په دې کتنه کې فاطمې د اسلامي امارت د پراختیایي فعالیتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو د همغږۍ ترڅنګ، د کرنې، بدیل معیشت، کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د مرستو د وېش په برخو کې د خپلو همکاریو پراختیا ته ژمن دي.
نوموړې همداراز د راستنو شویو افغان کډوالو د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل د افغانستان لپاره یوه لویه ننګونه وه چې مسوولینو یې په ښه توګه مدیریت کړی دی.
بلخوا، مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی چې د راستنو شویو کډوالو د حقونو د ملاتړ مسوول بنسټونه باید د هغوی لپاره د کارموندنې او سرپناه برابرولو په برخه کې عملي همکاري وکړي.
شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

