د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني له سیمهییزو مسوولینو غوښتي، چې دولتي دندې د شخصي ګټو او مادي امتیازاتو د ترلاسه کولو وسیله ونه ګڼي، بلکې د خلکو خدمت او د خپلو مسوولیتونو پر وخت ترسره کولو ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې پکتیکا ولایت ته د سفر پر مهال له سیمهییزو چارواکو او دیني عالمانو سره په کتنه کې کړې دي.
حقاني ویلي، هر څوک چې دولتي مسوولیت پر غاړه اخلي، باید خپلې چارې په اخلاص، ژمنتیا او سپېڅلې ارادې ترسره کړي او د خپلو شرعي او اداري مکلفیتونو په ادا کولو کې له غفلت څخه ډډه وکړي.
د نوموړي په وینا، که مسوولین خپلې دندې په سمه توګه ترسره نه کړي، د ادارو چارې له ستونزو سره مخ کېږي او د ټول نظام پر فعالیت او یووالي منفي اغېز کوي.
هغه د مسوولیتونو پر سم ترسره کولو ټینګار کړی او له چارواکو یې غوښتي، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې د مسوولیتپالنې احساس ولري.
سرچینه : شر ق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

