د کابل ننګرهار سړک د لته بند مسیر د پاتې ۲۰ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې دا مهال په چټکۍ سره دوام لري .
د ټولګټو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد سړک د رغونې چارې یې خصوصي سکتور سره په تخمیني ډول د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت قرارداد کړي دي .
خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د وزارت د یو تخنیکي ټیم په ملتیا، د یادې پروژې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او تطبیق کوونکو ټیمونو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر ټاکلي وخت د پروژې د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
خبرپاڼه وایي دغه سړک د لته بند مسیر پاتې برخه ده چې پخواني شاوخوا ۲۷ کیلومتره سړک په دوام د کابل ولایت تر سروبي ولسوالۍ پورې رسېږي او په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د رغونې کار هم شامل دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د یادې پروژې رغنیزې چارې څو ورځې وړاندې پیل شوې دي چې دا مهال پکې ۳۰ عرادې ماشینري فعالیت کوي او ۳۰ تنه تخنیکي او ۲۵ تنه غیرماهر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.
وزیر د پروژې د کاري بهیر د ارزونې پر مهال د وزارت انجنیرانو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د کار د چټکتیا لپاره په ساحه کې د ماشینرۍ او د ماهرو او غیر ماهرو کارکوونکو کچه لوړه کړي او چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او کیفیت له مخې پرمخ یوسي، ترڅو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او هېوادوالو ته لا زیاتې ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.
د وزارت لخوا دا خپره شوې خبرپاڼه وایي چې د قراردادي شرکت مسؤلانو وزیر ته ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي او په سیمه کې به هم په نږدې ورځو کې د ماشینرۍ شمېر زیات کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه مسیر د کابل لالآباد لویې لارې د عمومي مسیر د بندېدو پر مهال، په ځانګړي ډول د بېړنیو حالاتو او طبیعي پېښو له امله د لارې د تړل کېدو په صورت کې، د هېوادوالو لپاره د بدیلې لارې په توګه کارول کېدای شي.
سرچینه ټولګټو چارو وزارت

