شبکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړی دی .
پدې راپور کې راغلي چې په تازه د جمعې ورځ له پاکستان او ایران څخه ۱۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۵ تنه کیږي وطن ته بېرته راستانه شول .
راپور لیکي د تورخم له لارې (۵۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۲) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له تورخم څخه (۴۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۳) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۰۲۶۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۵۰) کورنیو سره ټولټال (۳۸۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور وړاندې لیکي اخوا د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۱) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۳) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۵۰۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴) کورنیو سره ټولټال (۱۲۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
یاد خپور شوې راپور کې راغلي چې د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۷۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱۰) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۸۹۸) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخواله (۲) کورنیو سره ټولټال (۱۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
بلخوا د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره ټولټال (۸۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
دغه راز د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۳۷۵۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
سرچینه : شرق نیوز

