د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ په برخه کې د لومړني جوړ شوي نندارتون پرانیسته وکړه.
پدې مراسمو کې ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په اوسني عصر کې د ټیکنالوژۍ پرمختګ او د اړیکو د ټینګولو وسایل د هېوادونو د مهمو لومړیتوبونو په سر کې قرار لري او دې پرمختګ د نړۍ د سیالۍ ډګر ګرم ساتلی دی.
اخوند وویل اسلامي امارت غواړي چې په تدریجي توګه له خپلو موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې ځان په دې برخه کې له سیمې او نړۍ سره سیال کړي.
نوموړي څرګنده کړه، د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکمیت سره افغانستان د مخابراتو او ټیکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونه کړي، ډېرې محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلې، او په ډیجیټلي حکومتولۍ کې مهم پرمختګونه شوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ټیکنالوژۍ د فرهنګ د ترویج او بهبود په برخه کې د دې نندارتون جوړېدل مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د ټیکنالوژۍ په پرمختګ سره په کارونو کې شفافیت، د عوایدو سم مدیریت، د وخت سپما، د پروسو اسانتیا او په چارو کې د خطا کمول تضمینوي.
راپور : مسعود عربزی

