د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه ورځني سفر لپاره د ایرلنډ پلازمېنې ډوبلین ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې ټرمپ د ایرلنډ له ولسمشرې کاترین کونولي او لومړي وزیر میهال مارتین سره وګوري.
په دغو لیدنو کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو، سوداګرۍ، نړیوال امنیت او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه خبرې وشي.
ټرمپ به د ایرلنډ لوېدیځې برخې ته هم سفر وکړي او هلته به په یوه ورزشي سیالۍ کې ګډون وکړي.
د ټرمپ د سفر له امله په ډوبلین کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د نوموړي د تګ راتګ پر مهال د ښار په ځینو برخو کې د موټرو پر تګ راتګ محدودیتونه لګېدلي دي.
د ایرلنډ چارواکي وايي، د امریکا له ولسمشر سره لیدنې د دواړو هېوادونو د اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهمې دي.
سرچینه : شرق نیوز

